NMI Students Only Page. Click Here to Access

Letter of Commendation from Ariana TV Afghanistan To NAI Madia Institute for training journalists.More Info

Supported by

Home | پیژندنه

د نۍ رسنیز انستیتیوت دوه کلن دیپلوم د پوهنی او لوړو زده کړو د وزارتونو لخوا تایید شوی دی. د ښوونیز نصاب مشورتی هیت یی د افغانستان د نشراتی کمپنیو د مخکښو څخه جوړ او دغه نصاب د یوی نشراتی ښوونیزی استرلیایی کمپنی (AMT pty.Ltd) لخوا په نړیوالو معیارونو برابر شوی دی.
د نۍ رسنیز انستیتیوت یو مسلکی انستیتیوت دی او د رسنیزو کمپنیو لخوا د رادیو، تلویزیون، انترنیتی نشراتو او خبریالۍ په برخه کی د ښه کیفیت لرونکی، مسلکی او په معیارونو برابرو زدکړو د وړاندی کوونکی په توګه پیژندل شوی دی.
دغه انستیتیوت د لوړو زده کړو او پوهنی وزارتونو په همژغی د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت او راجستر شوی انستیتیوت دۍ. ددی انستیتوت مرکزی دفتر په کابل او څانګی یۍ په هرات، جلال آباد، کندهار او مزارشریف کی شتون لری.
د نۍ رسنیز انستیتیوت د نۍ موسسی، چه یوه پیژندل شوی موسسه ده او د ۱۳۸۴ کال راهیسی یی د خبریالانو په تربیه کولو او د افغانستان د رسنیو څخه ددفاع په لاره کی مهم رول لوبولی دی، لخوا منځ ته راوړل شو.
نۍ زیات شمیر فارغان لری چه د افغانستان په مختلفو سیمو کی د رسنیو په برخه کی کارکوی او د نۍ رسنیز انستیتیوت زده کوونکی به له دغو فارغانو سره په ارتباط کی وی.

See video
Languages