د ني دانستیتوت دوه کلن دیپلوم د محترم پوهني او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو له خوا په رسمیت پیژندلي شوي دي. د ني دانستیتوت ټول درسي مواد د یوه مشورتي پلاوي له خوا د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوي ديدا انستیتوت یو مسلکی ،ګټه ور ، با کیفتیته او د زده کړي یو معیاری بنسټ د خبریالانو او درسنیو کارکوونکي ته محسوب کیږی.د ني انستیتوت د پوهني په وزارت کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږی سره ثبت شوي دي. د ني رسنیز انستیتوت د ني دفتر( په افغانستان کي د آزادو رسنیو د ملاټر کوونکي ) د چتر لاندي په مرکزي دفترکي چی په کابل کي موقعیت لري او سیمیز دفترونه په هرات ،جلال آباد.مزارشریف او کندهار کي لري فعالیت کوي.
ني( په افغانستان کي د آزادو رسنیو ملاټر کوونکي) یوه کورني او پیژندلي شوی موسسه ده،چي د خبریالانو د زده کړي ، دبیان د آزادي د عدالت غوښتني او همدارنګه د رسنیو د پرمختګ په برخه کي دکال ۱۳۸۴ راپه دي خوا فعالیت ترسره کوي.دنی څخه یو زیات شمیرکسان فارغ شوي چی نن ډیرمشهور دي او دهیواد په بیلابیلو رسنیو کي کارکوي. د نی انستیتوت نوي فارغان او پخواني فارغان د یوه شبکي چی د ني دفارغانو دکلپ په نامه یادیږي دیوبل سره نښنول کیږي.